الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې ښاري نظم رامنځته شوی دی

7 ثور 1404

14897.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي عمومي سړک او ورڅېرمه نورو سړکونو په اوږدو کې ښاري نظم رامنځته شوی، او د ښاریانو د تګ راتګ لپاره آسانتیاوې برابرې شوې دي. د ديارلسمې ناحيې رئیس مولوي عبدالصمد عابد په دې اړه وويل: د دې ناحیې بېلابېلې سیمې  د خنډونو له شتون څخه پاکې شوې او د زرغونتیا په موخه يې هڅې روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې، د  ښاري ښکلا او د زرغونو سیمو د پراختیا په برخه کې د سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو یو شمېر مالکانو خپل مسئولیت ادا کړی دی او په راتلونکي کې به دوام ومومي. ښاغلي عابد د خپلو خبرو په دوام وویل: ښاري سیمې له غیرقانوني غرفو پاکې او بدیلو سیمو ته لېږدول شوې دي، په پلورنځیو او سوپر مارکیټونو کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو له نرخونو  او د ښاریانو د اړتیا وړ توکو له نېټې او کیفیت، او دغه راز په قصابیو او نانوایانو کې  دصنفي جواز، د روغتیا کارت له شتون او د حفظ الصحې له څرنګوالي څخه څارنه شوې او دغه لړۍ دوام لري. همدا شان په يادو سيمو کې بېلابېلو اصنافو ته سپارښتنه شوې، چې د خپلو فعاليتونو په ترڅ کې د سړکونو او پلولارو د بندولو او د چاپېريالي ستونزو او ګڼې ګوڼې د رامنځته کولو څخه په کلکه ډډه وکړي