د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.25 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.83 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروالۍ د کثافاتو د بیا کارونې په برخه کې نړیوالو شرکتونو ته د پانګونې فرصتونه برابروي

8 ثور 1404

14902.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په کابل ښار کې د کثافاتو د مدیریت او له کثافاتو د بیا ځل ګټې اخیستنې په موخه د یوه ترکي خصوصي شرکت له استازو سره وکتل. نوموړي په پیل کې د کثافاتو د مدیریت په برخه کې د کابل ښاروالۍ لندمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي پلانونه شریک کړل او ویې ویل: کابل ښاروالۍ ژمنتیا لري چې، د خصوصي سکټور او خلکو په مرسته د کثافاتو د لېږد په برخه کې له معیاري سیستمونو ګټه پورته کړي او په همدې توګه په انرژۍ د کثافاتو بدلولو په برخه کې به نړیوالو شرکتونه ته زمینه سازي وکړي. ورته مهال د ترکي خصوصي شرکت استازو د کثافاتو د مدیریت او بیا ځل ګټې اخیستنې په برخه کې خپلې تجربې شریکې کړې او لېوالتیا یې وښوده چې، په راتلونکې کې به په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ ګډ کارونه ترسره کړي. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال وړاندې وویل: دا اداره غواړي تر تخنیکي مطالعاتو او حل لارو موندلو وروسته د کثافاتو د لېږد په برخه کې معیاري سیسټم رامنځته کړي ترڅو پر اساس يې د کابل ښار چاپېریالي ستونزې هوارې او له بل لوري خصوصي سکټور او نړیوالو ته د پانګونې زمینه برابره شي