د کابل ښار د اقتصادي ودې په موخه؛ د دویمې ناحیې اړوند د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکتور په مرسته روانې دي چې ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه مارکېټ په (۱۶۴۳) متر مربع ځمکه کې د دوو تهکویو په لرلو سره په (۹) پوړونو کې د جوړېدو په حال کې دی چې، دوه لاندني پوړونه یې د موټرو د پارکینګ او په پورتنیو پوړونو کې یې (۶۷۰) هټۍ په پام کې نیول شوې دي. دغه راز په یاد مارکېټ کې د لمریزې او ښاري برښنا سربېره، د خوندیتوب مسایل، د اور وژني سیستم، جومات، د سپورټ او نندارتون لپاره ځانګړي ځایونه او د وتلو او ننوتلو دروازې هم په پام کې نیول شوې دي. د یادونې وړ ده چې، د ښار په نورو برخو کې هم د کابل ښاروالۍ د نقشې مطابق د یو شمېر نورو سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې روانې دي چې، په دې کار سره له یوې خوا ښاریانو ته کاري بوختیاوې رامنځته شوې او له بل لوري د مارکېټونو جوړېدل د کابل ښار په اقتصادي وده کې ځانګړی اهمیت لري
د فروشګاه په سیمه کې د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو چارې روانې دي
8 ثور 1404