الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پروژو د کار پر چټکتیا او کیفیت ټینګار وکړ

9 ثور 1404

14920.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې او پر دوام یې تر بګرامیو پورې د سړکونو، له بیني حصار څخه تر بګرامیو پله پورې د دویم نښلوونکي سړک، د بګرامیو پروژې لوېدیځ ته د ( کمري) له سړک، له بت خاک څلورلارې څخه تر سید جمال الدین ښارګوټي پورې د سړک او د کابل- جلال آباد تر سړک پورې د بګرامیو- لته بند سړک د لومړۍ برخې د جوړولو له چارو څارنه وکړه او د کار پر کیفیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ. کابل ښاروال مسئولانو ته سپارښتنه وکړه چې، د پروژو په پلي کولو کې ناغیړي او غفلت د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کابل ښاریانو ته د منلو وړ نه دی؛ په پروژو کې بې کیفیته کار ویجاړېږي او قرادادي شرکتونه مکلف دي چې، د تخنیکي اسنادو له مخې د پروژو چارې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي ترڅو د ښاریانو د غوښتنې سره سم د کابل ښار آبادۍ ته زمینه برابره او د ملي شتمنۍ او فرصتونو له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي. همدا راز  کابل ښاروال له مسئولانو غوښتنه وکړه چې، د پروژو د پلي کېدو له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کړي او د کار پر مهال د خوندیتوب مسایلو، د اوبو پاشلو او د اضافي توکو لېږد ته ځانګړي تدابیر په پام کې ونیسي