د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.85 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې اړوند سیمو کې د یو شمېر پروژو له چارو څخه څارنه وشوه

9 ثور 1404

14922.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو له خوا د دیارلسمې ناحیې اړوند په ۴۲م او ۴۶م ګذر کې د فرعي سړکونو او کوڅو او په ۶۰م ګذر کې د یوه کانال د جوړولو له چارو څارنه وشوه او په یادو پروژو کې د بې کیفیته کار له تر سره کولو څخه مخنیوی وشو. د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل: په ۶۰م ګذر کې د کانال جوړولو په چارو کې د ستونزې رامنځته کېدو لامل د کانال په استنادي دېوال کې د مقاومت نه لرونکو تېږو څخه ګټه اخیستل دي چې، بېرته به په معیاري توګه جوړ شي. نوموړي ډاډ ورکړ چې، په یاده ناحیه کې د کوڅو او فرعي سړکونو د جوړولو له چارو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کیږي او هېڅ چاته به اجازه ور نه کړي چې، د ټولګټو پروژو په چارو کې غفلت وکړي. ورته مهال د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد وویل چې، د کانال په جوړولو کې د بې کیفیته کار د مخنیوي سربېره، د یادې ناحیې او د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست ګډ تخنیکي ټیم د فرعي سړکونو او کوڅو د جوړولو له چارو څخه څارنه کوي ترڅو د ملي شتمنۍ له بې ځایه لګښت څخه مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده چې، په ۴۲م ګذر کې فرعي سړکونه او کوڅې په ټولیزه توګه (۷۷۴) متره اوږدوالی او په ۴۶م ګذر کې (۷۵۰) متره اوږدوالی او له (۴) څخه تر (۶) مترو پورې سور لري. دغه راز په ۶۰م ګذر کې کانال (۵۲۰) متره اوږدوالی، (۲.۹) متره سور او (۱.۲) متره ژوروالی لري چې، چارې به یې ډېر ژر بشپړې شي.