د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.85 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمېر ترکار لاندې پروژو څارنې وکړه

10 ثور 1404

14926.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید له محبس څلورلارې څخه تر سلیم کاروان سړک پورې د سړک، د احمد شاه بابا مېنې د ۱۳، ۱۴، ۱۵ او ۱۶ م بلاک ترمنځ د سړک، د قلعه شانان سړک په اوږدو کې د پله جوړولو له چارو، د کابل- جلال آباد سړک د لومړۍ برخې، له خواجه بغرا درې لارې څخه تر قصبې پورې د سړک، د شیر پور سړک د جوړولو او پراختیا له چارو او د شش درک سړکونو د جوړېدو له څرنګوالي څارنه وکړه او د کار پر چټکتیا او کیفیت یې ټینګار وکړ. کابل ښاروال مسئولانو ته لارښونه وکړه ترڅو د سړک جوړونې په پروژو کې هېڅ راز هڅې درېغ نه کړي، له شته فرصتونو او امکاناتو څخه ډېره ګټه پورته کړي او د پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه تخنیکي او فني څارنې ترسره کړي. نوموړي پر قراردادي شرکتونو ټینګار وکړ چې، د کیفیت په نظر کې نیولو سره دې د پروژو کارونه چټک شي ترڅو تر کار لاندې پروژې په ټاکلي وخت بشپړې شي. د څارنو په لړ کې کابل ښاروال د شیر پور سړک د جوړولو او پراختیا په پروژه کې له بې کیفیته کار څخه مخنیوی وکړ او د یاد سړک هغه برخې چې، ستونزه یې درلوده ویجاړې شوې. کابل ښاروال پر مسئولانو ټینګار وکړ چې، سړکونو مواد دې تر کارونې مخکې یو ځل په لابراتوار کې و ازمویل شي او زیاته یې کړه چې، کابل ښاروالي هېڅ چاته اجازه نه ورکوي څو د سړک جوړونې پروژو په پلي کولو کې ناغیړي وکړي. د یادونې وړ ده چې، د کیفیت تضمین د کابل ښاروالۍ په قراردادونو کې یوه مهمه برخه کې، د کار تر بشپړېدو وروسته د تسلیمۍ پر مهال بیا ځل د پروژو کارونه څېړل کېږي