د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.85 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

بهر میشتو هېوادوالو ته د کابل ښاروالۍ د پلانونو تشریح: د تلپاتې ښاري خدمتونو وړاندې کولو لپاره نوې ژمنه

11 ثور 1404

14938.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ مشرتابه له یو شمېر بهر میشتو هېوادوالو سره په ناسته د کابل ښاروالۍ د تېر کال مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې او د روان کال پرمختیايي پلانونه تشریح کړل او یو ځل بیا یې د تلپاتې ښاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپل ژمنه تازه کړه. په دې ناسته د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني وویل چې، ګڼ شمېر ټولګټې پروژې د پرمختیايي پلان په چوکاټ کې طرحه شوې دي چې، یو شمېر یې د پلي کېدو په حال کې دي او ګڼې نورې پروژې د ډیزاین او تدارکاتو په مرحله کې دي . نوموړي زیاته کړه چې، د دې ادارې پلانونه د تخنیکي او فني مشورو او د کابل ښار د ماسټر پلان په اساس جوړېږي ترڅو ښاري زیربناوې په معیاري توګه پراختیا ومومي. ورپسې د کابل ښاروالۍ استازي نعمت الله بارکزي په خپلو خبرو کې وویل چې، د ودانیو د جواز اخیستلو سیسټم اصلاح شوی او په دې برخه کې ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې، په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاري نظم په دوامداره توګه څارل کېږي او ډاډ یې ورکړ چې، د استملاکي پروسو پر مهال د ښاریانو حقونه خوندي دي او کابل ښاروالۍ د دوی زیانمنونکو کسانو ته د حقونو د ورکولو په برخه کې ژمنتیا لري. د کابل ښاروالۍ مسئولانو وړاندې وویل چې، د سرچینو د محدودیت سربېره دا اداره توانېدلې ده چې، د ښاري خدمتونو په وضعیت کې مثبت بدلون رامنځته کړي او د ښار په کچه ټولګټې او زیربنايي پروژې په معیاري توګه پلې کړي. دوی له ښاریانو وغوښتل چې، په بریالیتوب سره د کابل ښاروالۍ د برنامو او پلانونو په پلي کولو کې همکار و اوسي ترڅو د اوسېدو وړ، ښایسته او منظم کابل ښار شاهدان و اوسو. ورته مهال د ناستې ګډونوالو هر یوه په خپل وار د زیربناو د وضعیت ښه کېدو، ترافیکي مدیریت، چاپېریال ساتنې، د ښاري خدمتونو وړاندې کولو، د کاري بوختیاو رامنځته کولو، د عمومي نظم ښه کېدو او یو شمېر نورو برخو کې خپل نظرونه، لیدلوري او مشخص وړاندیزونه شریک کړل. د دوی دا نظرونه او وړاندیزونه د راتلونکو پلانونو او برنامو د وضعیت ښه کېدو په موخه راټول شول او د کابل ښاروالۍ مسئولانو ژمنه وکړه چې، له راټولو شویو نظرونو او وړاندیزونو څخه به د پروژو په پلي کولو کې ګټه پورته کړي.