الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 65.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

څه باندې ۳۱ ټنه بې کیفیته توکي له منځه یوړل شول

14993.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا په دې وروستیو کې له ښار څخه راټول شوي (۳۱۴۳۹) کیلو ګرامه  بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، د مصرف نیټه یې هم پای ته رسېدلې وه، د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې له ښار څخه د باندې د ګزک په سیمه کې له منځه یوړل شول. د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد په دې اړه وویل: په دغو موادو کې شیدې، ملايي، بیسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او نخودو کنسرو، مټر، مرخیړي، د رومي بادنجانو روب، چپس، پاپړ او غیر الکولي څښاک توکي شامل دي. نوموړي زیاته کړه چې، د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د مسئولینو له خوا له بازارونو څخه څارنې روانې دي. ښاعلي احمد له اصنافو غوښتنه وکړه چې، د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي. دغه راز ښاریانو ته هم په کار ده چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي