الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د سالنګ واټ درې لارې د ده افغانانو درې لارې په نامه ونومول شوه

16 ثور 1404

14995.jpg (1820 × 1024)د واټونو او څلورلارو د نومونې کمیسیون له لوري د دویمې ناحیې اړوند د سالنګ واټ درې لارې د ده افغانانو درې لارې په نامه ونومول شوه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي په دې اړه وویل: په راتلونکي کې به د کابل یو شمیر سیمې په رسمي ډول د تاریخي او علمي ارزښتونو پر بنسټ ونومول شي ترڅو زموږ اصلي افغاني کلتور بډایه او پیاوړي شي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وویل: د واټونو او څلورلارو د نومونې کمیسیون چې، له بېلابېلو ادارو څخه جوړ دی؛ د تاریخي او کلتوري ارزښتونو له مخې به د کابل ښار د څلورلارو او واټونو نومونه تنظیم کړي.  ښاغلي جواد زیاته کړه چې، د سالنګ واټ درې لارې هم د سیمې د تاریخي ارزښت پر بنسټ د ده افغانانو درې لارې په نوم بدله شوه