الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پنځلسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه

17 ثور 1404

15003.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې دمسئولینو له خوا د یادې ناحیې د بیلابیلو سیمو په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څخه څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره لازمې سپارښتنې وشوې. د پنځلسمې ناحيې د مسئولینو په وینا، د خوراکي توکو په پلورنځيو، سوپر مارکيټونو او قصابیانو کې د اړتیا وړ توکو له پلورلو څخه څارنه وشوه، هغه پلورونکي چې، د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق یې عمل کړی ؤ وهڅول شول، او هغه کسانو ته چې سرغړونې یې درلودې، لازمې سپارښتنې وشوې. دغه راز د یادې ناحیې د بېلابېلو سیمو په بازارونو کې، د خوراکي او غیرخوراکي توکو کیفیت، د مصرف نیټې، او  نانوایانو او قصابانو د روغتیا کارت له شتون څحه څارنه وشوه ترڅو د ښاریانو روغتیا خوندي وساتل شي او خلک وکولی شي خپل د اړتیا وړ توکي په مناسب قیمت او لوړ کیفیت له بازارونو څخه ترلاسه کړي