د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.85 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو او قلعه زمان خان ترمنځ د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي

17 ثور 1404

15005.jpg (1200 × 675)

د اتمې او شپاړلسمې ناحیو اړوند له کارته نو ( د اوبو رسولو شرکت ته څېرمه) څخه د قلعه زمان خان تر عمومي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو په موخه، د کېندنو او خاورې لېږدولو چارې روانې دي. دغه سړک چې (۳٠۹۴) متره اوږدوالی او (۳۰) متره سور لري، د (۱۹) زره متر مکعب په اندازه استنادي دېوالونو، لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، د بایسکل چلولو لیکو جوړولو، د څراغونو نصبولو، په سړک د کرښو اچولو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون به د روان کال په بهیر کې جوړ شي. د یادې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه، په بېلابېلو پړاونو کې د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجنیرانو له خوا فني او تخنیکي څارنې ترسره کېږي.