د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.85 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې ۱۷ تنو ګذر وکیلانو ته باورلیکونه وویشل شول

18 ثور 1404

15007.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ستونزو د پیژندلو او حل لارو موندلو په موخه د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ ریاست له خوا د لسمې ناحیې (۱۷) تنو ګذر وکیلانو ته باورلیکونه وویشل شول. قاري انعام‌الله قاضي‌زاده، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو چارو او د خلکو د همغږۍ رئیس، د ګذر وکیلانو د دندو او مسؤلیتونو د بیانولو ترڅنګ وویل: دا اعتبارنامه یو رسمي سند دی چې د کابل ښاروالۍ له خوا صادرېږي،بشپړ رسمیت لري او له مخې یې د خلکو د استازو (ګذر وکیلانو) مسؤلیتونه او مکلفیتونه ډېرېږي. نوموړي زیاته کړه چې، اړتیا ده ګذر وکیلان د ښاري او چاپېریالي ستونزو د پېژندلو او هوارولو په برخه کې تر بل هر وخت له کابل ښاروالۍ او نورو اړونده ادارو سره بشپړه همغږي او همکاري ولري