د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.05 افغانی
1 یورو 78.70 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 0.870 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښار کې د غږیزې ککړتیا د کمښت او مخنیوي په اړه ناسته ترسره شوه

20 ثور 1404

15025.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له لوري په بېلابېلو ناحیو کې د آیسکریمو  او د معدني اوبو د تولیدي شرکتونو له استازو سره ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د غږیزې ککړتیا له امله د رامنځته کېدونکو ستونزو او ورته د حل لارو موندلو په اړه بحث او خبرې وشوې. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست مرستیال مفتي فضل کریم احمد د غږیزې ککړتیا د ناوړه پایلو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې، غږیزه ککړتیا د ښاري بې نظمۍ، رواني ناروغیو او نه اورېدو ستونزې رامنځته کېدو سبب ګرځي. نوموړي ټینګار وکړ چې، په دې برخه کې له دوامداره سرغړونو لرونکو سره قانوني چلند کیږي چې، بیا د شکایت حق نه لري. په دې ناسته کې د آیسکریمو او معدني اوبو د شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې، د غږیزې ککړتیا د کمولو او مخنیوي په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره اړینه مرسته کوي