د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.19 افغانی
1 یورو 78.11 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د شپږمې او دیارلسمې ناحیو له اوسېدونکو سره وکتل

22 ثور 1404

15041.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ستونزو د پېژندلو او هوارولو په موخه د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د شپږمې او دیارلسمې ناحیو د اوسېدونکو له استازو سره وکتل. په دې لیدنه کې د یادو ناحیو اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او خپلې ستونزې او اصلاحي وړاندیزونه یې د کابل ښاروالۍ له مشرتابه سره شریک کړل. ښاغلي سجستاني د ښاري خدمتونو د وضعیت په ښه کېدو کې د خلکو رول مهم وباله او ویې ویل چې، د خلکو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه د کابل ښاروالۍ له کاري لومړیتوبونو څخه دي او هڅه کوي چې، له خپلو شته امکاناتو څخه د ښاري ستونزو په لمنځه وړلو کې ډېره ګټه پورته کړي. نوموړي ډاډ څرګند کړ چې، د شپږمې او دیارلسمې ناحیې په هغو سیمو کې به چې، مخکې ورته کمه پاملرنه شوې ده د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ چټکه کړي او په یادو سیمو کې به د سړکونو د جوړولو، د تنظیفي خدمتونو د وضعیت ښه کولو، د زرغونو سیمو د پراختیا او د نورو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د نویو پلانونو د پلي کېدو شاهدان و اوسو