د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.19 افغانی
1 یورو 78.11 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د موادو د کیفیت او د بازارونو له نظم څخه څارنه ترسره شوه

22 ثور 1404

 15043.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست د مسئولانو له لوري د دیارلسمې ناحیې اړوند د برچي سیمې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي، د فعالیت له جواز، حفظ الصحې او چاپېریال ساتنې څخه څارنه وشوه او سرغړونکي له تادیب او سپارښتنو سره مخ شول. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم رئیس مولوي مدثر محمد یونس په دې اړه وویل: د خوراکي توکو په پلورنځیو، سوپر مارکېټونو او قصابیو کې د توکو له پلور څخه څارنه وشوه؛ هغه فعالیت کوونکي چې، توکي یې د کابل ښاروالۍ له نرخنامې سره برابر پلورل لا وهڅول شول او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. ورته مهال د یارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد وویل چې، د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څخه د څارنې سربېره د توکو له کیفیت او نیټې څخه هم څارنه وشوه ترڅو ښاریان وکولای شي له بازارونو څخه خپل د اړتیا وړ توکي په ښه کیفیت او مناسبت قیمت ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې، په بازارونو کې د موادو له کیفیت څارنه او نظم رامنځته کول د کابل ښاروالۍ لومړیتوب دی چې، د دې ادارې د مسئولينو له لوري ترې په دوامداره توګه څارنه کېږي څو ښاریانو ته آسانتیاوې رامنځته شي