د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.9 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.19 افغانی
1 یورو 78.11 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د وسایطو د ورکشاپ لپاره رئیس وټاکل شو

23 ثور 1404

15050.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تشکیل په چوکاټ کې د یادې ادارې په وړاندیز او د ریاست الوزرا عالي مقام د منظورۍ له مخې ښاغلی عبدالقادر عیسي خیل د ورکشاپ رياست لپاره رئیس وټاکل شو او د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس مفتي عبدالقادر نعماني او د کارکوونکو چارو رئیس فضل عمر اجمل له لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په دې مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر رئیس د کابل ښاروالۍ د مشرتابه لارښونې بیان کړې او د چارو په چټکتیا او ښه ترسره کېدو یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه هیله لري چې، نوی ټاکل شوی رئیس به په پوره رښتینولۍ او ایماندارۍ خپل کارونه ترسره کړي څو د یادې ادارې ماشینري او وسایط هر وخت فعال او کارکولو ته چمتو وي. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو چارو رئیس ښاغلی عیسي خیل یو ژمن، مسلکي او با تجربه کس یاد کړ چې، په وینا یې په ټاکل کېدو سره به یې د کابل ښاروالۍ د وسایطو او ماشینرۍ په برخه کې مثبت بدلون راشي