د کابل ښاروالۍ له خوا د ۴۰۰ بستریز روغتون د سړک او له وزیر محمد اکبرخان سیمې څخه د اجمیر تر کانال پورې د کانال جوړولو چارې پیل شوې. دا پروژه په نهمه او لسمه ناحیو کې موقعیت لري چې، د ۳۸،۶۷۷،۰۲۷ افغانیو په ارزښت به یې چارې ترسره شي. د ۴۰۰ بستریز روغتون سړک به د ۳۹۱ مترو په اوږدوالي او د ۲۵ مترو په سور سره د لښتیو، ګلدانونو، پلو لارو او نورو جزئیاتو په ګډون په معیاري توګه جوړ شي . په همدې توګه د اوبو لېږدولو کانال به د ۲۷۰۰ مترو په اوږدوالي او ۱.۲ مترو په سور سره د وزیرمحمد اکبرخان له پنځلسم سړک څخه پیل او د صحت عامې تر څلورلارې او د مکروریانو څلورلارې ته تر نږدې سیمې جوړ شي چې، چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کې په اساسي او معیاري توګه ترسره شي. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري د معیاري لښتیو د نشتون ستونزې ته په اشارې وویل: د اورښتونو پرمهال اوبه سړکونه ته را ختلې چې، ډېری ستونزې یې رامنځته کړې وې او دا پروژه د لسمې ناحیې په وړاندیز په یاده سیمه کې په نظر کې نیول شوې ده.نوموړي زیاته کړه چې، د یادې پروژې د کار د کیفیت د تضمین په موخه د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست ریاست له لوري په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره شي
په نهمه او لسمه ناحیو کې د یوه سړک او کانال د جوړولو چارې پیل شوې
24 ثور 1404