د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر په خپل کاري دفتر کې د ودانیزو چارو او سړک جوړونې شرکتونو له استازو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د ودانیزو چارو مرستیال د پروژو د کار پر چټکتیا او کیفیت ټینګار وکړ او د قراردادي شرکتونو استازو ته یې ګوت څنډنه وکړه چې، د پروژو په چارو کې هیڅ ډول سرغړونه د کابل ښاروالۍ مشرتابه او کابل ښاریانو ته د منلو وړ نه ده او په جدي توګه څېړل کېږي؛ د سرغړونې لیدلو په صورت کې به کابل ښاروالۍ له سرغړونکو شرکتونو سره قراردادونه فسخ کوي. ښاغلي یاسر ټینګار وکړ چې، له ترافیکي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه باید کارونه منظم او د پلان له مخې ترسره شي څو خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې ستونزې رامنځته نشي. همدا راز د سړک جوړونې پروژو چارې باید په پوره صداقت او ایمانداۍ ترسره شي او قراردادي شرکتونه مکلف دي چې، د پروژو چارې په تخنیکي اسنادو کې د شته مشخصاتو له مخې په ټاکلي وخت او ښه کیفیت بشپړې کړي. د نوموړي په وینا؛ هېڅ څوک اجازه نه لري چې، د غیر معیاري کار په کولو سره د ملي شتمنۍ او فرصتونو د بې ځایه لګښت سبب وګرځي. د ودانیزو چارو مرستیال د کار په سیمه کې د خوندیتوب په مسایلو، د اضافي توکو لېږد، د اوبو پاشلو او په یو شمېر نورو برخو هم ټینګا وکړ. ښاغلي یاسر همدا راز وویل چې، ټولګټې او زیربنايي پروژې باید په معیاري توګه بشپړې شي، ځکه کابل ښاروالۍ د ښار معیاري او اصولي پراختیا او ودې ته ژمنتیا لري