د کابل ښار په بره کي څلور لارې کې د هوایي پله او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو عملي چارې به ډېر ژر پیل شي. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناو ریاست د ګڼې ګوڼې ستونزې ته د حل لارو چارو د موندلو په موخه؛ تر فني او تخنیکي څېړنو وروسته، د بره کي په څلورلارې کې له نړیوالو معیارونو سره برابر د موټرو د تګ راتګ هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو طرحه او ډیزاین بشپړ کړي دي. دغه پروژه چې، له ځانګړي اهمیت څخه برخمنه ده، عملي چارې به یې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له خوا په راتلونکې اونۍ کې پیل شي، چې په بشپړېدو سره به یې له یوې خوا په یاده سیمې کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي او بله خوا به په کابل ښار کې د تلپاتې پراختیا او ښاري ښکلا د رامنځته کېدو شاهدان هم و اوسو. د کابل ښاروالۍ د ښاري زیربناو ریاست د رئیس انجنیر فایق احمد تسل په وینا؛ د دهن باغ څلورلارې له لوري د پروان دو د څلورلارې په لور د (۷۰۰) مترو په اوږدوالي، (۲۰) مترو سور، د (۵،۵) مترو په لوړوالي او د (۴۴۰) ستنو(پایو) په درلودلو سره هوايي پُل، او د نادریې لېسې د څلورلارې له خوا د ترافیک څلورلارې په لور، د (۴۷۰) مترو په اوږدوالي، د (۲۰) مترو په سور، (۵،۵) مترو په ژوروالي، د (۵۲۵) ستنو (پایو) او نورو جزئیاتو په درلودلو سره تر ځمکې لاندې سړک ډیزاین شوي چې، د جوړولو چارې به یې د دوه کلونو په موده کې بشپړې شي