الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پل-خشتي - سپاهي ګمنام چوک سیمه کې د ځمکې لاندې مارکیټ د پاسه سړک د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

28 ثور 1404

15108.jpg (1820 × 1024)

د پل خشتي - سپاهي ګمنام چوک سیمه کې د ځمکې لاندې مارکیټ د پاسه د، (۲۰۰) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په  سور سره  سړک چې، قیر چارې یې بشپړې شوې دي، اوس مهال یې دواړو خواوو ته د پلولارو جوړولو او د کټارو نصبولو چارې روانې دي، چې په نږدې راتلوکي کې به د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي. یاد ماکیټ په (۷۲۸۰) مترمربع مساحت سره په یوه پوړ کې ډیزاین شوی چې، (۳۴۰) هټۍ، د ننوتلو او وتلو دروازې، تشنابونه، ښاري او لمریزې بریښنا، امنیتي او د اور وژنې سیسټمونه هم پکې شامل دي. یاده پروژه چې د اقتصادي ودې او د ښاري ښکلا د رامنځته کولو په موخه، په معیاري ډول ډیزاین او پلي شوې ده، ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي