د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.02 افغانی
1 یورو 78.11 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ګذر وکالت لپاره معرفي شوي کسان د ګمارل شوې کمېټې له لوري و ارزول شول

29 ثور 1404

15123.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال حاجي محمد نبي عثماني په مشرۍ د ګذر وکیلانو د ارزونې کمېټې ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې له بېلابېلو ناحیو  څخه د ګذر وکالت لپاره ور پېژندل شوي کسان و ارزول شول. د کابل ښاروالۍ د ولسي او ټولنیزو چارو د همغږۍ رئیس قاري انعام الله قاضي زاده په دې اړه وویل: له دغو کسانو څخه چا چې، لوړې نمرې ترلاسه کړې وې، او د کمېټې د تائید وړ ګرځېدلي، د تصویب لپاره به د کابل ښاروالۍ مقام ته ور وپېژندل شي. نوموړي همدا راز وویل چې، د کابل ښاروالۍ د مقام له تائید وروسته به، نوي ګذر وکیلان د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو ریاست له لوري د وکالت مهر ترلاسه کړي او اړوند ناحیو ته به ور وپېژندل شي. د یادونې وړ ده چې، ژمن،مسئولیت مننونکي، صادق او هغه کسان چې، د ښاري او ټولنیزو چارو د ترسره کولو په برخه کې د همکارۍ  وړتیا ولري، د ګذر وکیلانو په توګه ټاکل کېږي. د لایحې له مخې ګذر وکیلان د ښاریانو او مسئولينو ترمنځ د پُل حیثیت لري او اړتیا ده چې، خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي. د دندې د لایحې مطابق، ګذر وکیلان د ښاریانو او مسئولینو ترمنځ د نښلوونکي پله حیثیت لري او اړتیا ده چې، خپلې دندې په مسئولیت سره ترسره کړي