د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.02 افغانی
1 یورو 78.11 افغانی
1 درهم 18.98 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 247 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي او ښاري نظم څخه څارنه وشوه

29 ثور 1404

15127.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست د مسئولینو له خوا د لسمې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله او وزیر آباد په بازارونو کې د نرخنامې د تطبیق له څرنګوالي څارنه وشوه او سرغړونکو ته له تادیب سربېره،لازمې سپارښتنې وشوې. په همدې توګه د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، له پلو لارو او سړکونو څخه خنډونه پاک او ولېږدول شول. د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم رئیس مولوي مدثر محمد یونس په وینا؛ د یادو سیمو په بازراونو کې د لومړنیو خوراکي توکو له نرخونو او نېټې، په نانوایانو کې د وچې ډوډۍ له وزن او چاپېریال ساتنې څخه څارنه وشوه؛ هغه فعالیت کوونکي چې، د کابل ښاروالۍ د نرخنامې مطابق یې خپل توکي پلورل وهڅول شول او سرغړونکو ته اړینې سپارښتنې وشوې. د یادونې وړ ده چې، په ښاري ژوند کې سوکالي او نظم یو اصل دی چې، ټول یې باید په پام کې ونیسو. کابل ښاروالۍ د ښاري نظم له ګډوډونکو سره قانوني چلند کوي