د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې په کچه لوی تنظیفي حشر ترسره شو

15132.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، د خصوصي تنظیفي شرکتونو او ښاریانو په مرسته، د دیارلسمې ناحیې په کچه تنظیفي حشر ترسره شو چې، په پایله کې یوه زیاته اندازه کثافات راټول او بند لښتي هم پاک شول. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد د حشر له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل: د ښار پاکول یوازې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې ټول ښاریان مسئولیت لري. نوموړي زیاته کړه چې، د ښار پاک ساتل د ټولو ملي او دیني دنده ده او باید هېڅکله یې له یاده ونه باسو. دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د سیمه ییزې څارنې آمر مولوي عبدالامیر مبارز وویل: د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي د ښار د پاکولو په برخه کې ډېر زیار ګالي خو د ښاریانو له مرستې پرته به ناشوني وي چې، خپل پلانونه په ښه توګه پلي کړي. د نوموړي په وینا؛ ښاریان باید د ښار په پاکولو کې برخه واخلي او د زیارکښه نارنجي اغوستونکو ملتیا دې وکړي