ابویاسر پښتون
پر ځمکه او آسمان او پدې کې د شته ټولو کائناتو پر سر د حاکم او لامثاله واکمن د خیر او شر واکدار لوی رب(ج) خپلو بنده ګانو ته په قرانکریم کې څو ځایه ډاډګیرنه ورکوي او ورته وایي چې ای زما بنده! ته مه ناامیده کیږه، زه له تاسره یم دا له خپلو بنده ګانو سره د ستر خالق(ج) د مینې او مهربانۍ یو لوی ثبوت دی، د دې ستر ذات د دې ډاډګیرنې او مهربانۍ په بدل کې مونږ او تاسو ته څه پکار دي؟ همدا چې ځان د هغه (ج) رښتنيني بنده ګان جوړ کړو، پدې معنی چې یوازې هغه (ج) د عبادت وړ وبولو، هیلې او امیدونه مو یوازې تر هغه ستر ذات (ج) پورې وتړو، د خیر او شر مالک، د نړۍ د ټولو کائناتو خالق او رازق همدا متعال او لاشریک حاکم وګڼو، پدې لیکنه کې د الله تعالی لخوا د بنده ګانو لپاره په هغو ډاډګیرنو او وعدو بحث کوو چې، په قرانکریم کې یې څو ځایه یادونه شوې ده:
۱ـ مه نا امیده کیږه!
رحیم رب(ج) په قرآنکریم کې داسې فرمایي:
ژباړه: اې پېغمبره(ص)! زما هغو (مؤمنو) بنده ګانو ته، چي پر خپلو ځانونو يې تېرى کړی دى، ووايه:
د الله د رحمت څخه مه ناهيلي کېږئ؛ په يقيني ډول الله ټولې ګناوي بخښي؛ هغه ښه بښونكى او مهربان دى. سورة الزمر53
د پورته مبارک ایة شریف څخه څرګندېږي هغه انسانان چې په خپلو ځانونو یې تیری یعنې ظلم کړی پدې معنی چې د ګناه په لامل یې خپل ځانونه خراب کړي دي او ګناهګاران دي، لوی رب(ج) ورته وایي چې، تاسو زما له رحمت څخه مه ناهیلي کیږئ ځکه زه ګناهونه بخښم. دلته د یوې خبرې وضاحت اړین دی چې داسې فکر ونه شي چې یو انسان وګڼي چې زه به ګناهونه تر سره کووم الله(ج) خو هسې هم بخښونکی دی، خو داسې نده، له شک پرته چې الله(ج) بخښونکی دی خو الله(ج) هله بخښونکی دی چې ته له توبې ویستلو وروسته بیا ګناهونه تر سره نه کړې.
په ایة مبارک کې په ځان باندې د تیري او ظلم کولو څخه موخه ګناهونه دي چې باید انسان ترې لاس واخلي.
په یو حدیث شریف کې راځي چې رسول الله مبارک (ص) فرمایي:
ژباړه: له ګناه څخه توبه کوونکی داسې دی لکه؛ هغه چې هيڅ ګناه نه وي کړې، نو دلته جوته شوه چې د الله تعالی بخښنه یو انسان ته هغه وخت کېدای شي چې، کله همدغه انسان له ګناه څخه توبه وباسي.
چې د توبې لپاره علماءو څلور شرطونه ایښي دي:
۱- د اوسنۍ ګناه ترک کول او پرېښودل.
۲- د تېر وخت په ګناه پښېمانه کېدل.
۳- کلک عزم کول چې، په راتلونکي کې به بیا ګناه نه کوم.
۴- که د بنده حق مو خوړلی وي؛ نو له همهاغه بنده څخه معافي او بخښنه غوښتل.
همدارنګه الله(ج) په ډيرې مهربانۍ سره په قرآنکریم کې فرمایلي:
ژباړه: د الله(ج) هغه خلک خوښېږي چې، له بدۍ څخه لاس واخلي او سپېڅلتيا غوره کړي. البقره222
نو کله چې مونږ داسې یو مهربان او رحیم خالق ولرو نو بیا ولې د داسې رحیم ذات نافرماني کوو؟ راځئ! نور له ځان سره ظلم ونکړو، له ګناهونو لاس واخلو توبه وکړو او هیڅکله ناهیلي نه شو!
۲ـ مه بې زړه کیږه:
لوی رب(ج) خپلو بنده ګانو ته د قرآن کریم په سورة العمران کې فرمایي:
ژباړه: مه بې زړه کیږئ، مه اندیښمن کیږئ او همدا تاسي برلاسي یئ که تاسې مؤمنان واوسئ. العمران139
پدې ایة شریف کې الله تعالی خپلو مومنو بنده ګانو ته څومره لوی ډاډ ورکوي چې، ای زما بنده اندیښنه مه کوه زه له تاسره یم، همدارنګه ورته وایي چې، ای زما بنده ته مه بې زړه کیږه هر کار کې توکل په الله کوه، زه ستا ملاتړ کووم ځکه خو ته برلاسی یې پدې شرط چې، ته مومن و اوسې.
که د پورته مبارک ایة شریف د نزول دلیل وکتل شي نو دې حقیقت ته رسیږو چې، الله(ج) خپل بنده ګان یوازې نه پریږدي.
د پورته ایة د نزول لامل په لاندې ډول دی:
دغه آیتونه د احد د غزا په باره کې نازل شوي دي کله چې مجاهدین د ډیرو ټپونو له امله ټوټې ټوټې ؤ او د دوی د ډیرو لویو لویو جنګیالیو او شهیدانو غوږونه او پزې او نور اعضاء پرې کړی شوي او مُثله وو او د دوی جنازې تر سترګو لاندې پرتې وې، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هم مات غاښ او ژوبل تندی په وینو رنګ په نظر راته او ظاهراً له هره لوري د ماتې او شکست منظره ښکارېده، ددې ناامیدیو او سختیو په هجوم کې د الله تعالی(ج) دا زورور او مؤثر بشارت غوږونو ته ورسید.
(تفسیر: وګورئ چې له ډیرو سختیو څخه مه ویریږئ او د الله تعالی د دښمنانو په مقابل کې نامردي، سستي، او بې زړه توب مه کوئ او پدې در پیښو شویو حوادثو او مصائبو باندې مه غمجن کیږئ او مات زړه مه کینئ چې دا له تاسو سره وړ او د مومنانو دود نه دی، او په یاد ولرئ چې همدا نن هم همدا تاسو معزز، سرلوړي پتمن او غیرتمن یاست، چې د حق حمایت کې ربړونه ګالئ او ځانونه جاروئ نو په یقین سره وروستی بری هم ستاسو دی او په پای کې همدا تاسو غالب او بریالي یاست، خو پدې شرط چې د ایمان او یقین په لاره مستقیم ووسئ او د الله تعالی په وعدو پوره باور ولرئ او له جهاد فی سبیل الله او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له اطاعت څخه قدم بیرته وانخلئ دا د الله تعالی بشارت ماتو زړونو ته پیوند او مړاوو څیرو ته نوی ژوند ورعطا کړ او ددوي په جسمونو کې تازه روح ورننوت، کفار په تیښته بریالی شوو او د مجاهدینو د انتقامي هجوم په مخ کې بیا ونشو دریدای.) کابلی تفسیر، ژباړه قیام الدین، عبدالولی.
د آیة شریف له تفسیر څخه جوته شوه چې، کله بنده په هر حالت کې خپل رب د ځان لپاره مرستندویه وګڼي او ناهیلي ونکړي نو هرو مرو به بریالی کیږي.
۳ـ مه مایوسه(ناهیلی) کیږه.
په قرانکریم کې الله تعالی د یوسف علیه السلام د پلار وینا را اخلي چې خپلو زامنو ته په خطاب کې وایي:
ژباړه: ای زما زامنو! لاړ شئ یوسف او د هغه ورور(بنیامین) وپلټئ او د الله تعالی له رحمت څخه مه ناهیلې کیږئ، ځکه چې د الله تعالی له رحمت څخه یوازې کافران ناهیلي کیږي. سورة یوسف87.
نو د الله تعالی د رحمت څخه ناهیلي کېدل د کافرانو خاصیت دی، الله تعالی دې مونږ او تاسو د خپل رحمت څخه نه ناهیلي کوي.
د پورته لیکنې څخه دې پایلې ته رسیږو چې، کله یو انسان له یوې ستونزې سره مخ کیږي او یا هم شیطان پرې غالب شي او د نوموړي څخه کـومه ګناه تر سره شي نو له الله تعالی څخه دې بخښنه وغواړي.
د الله تعالی د رحمت او بخښنې څخه دې نه ناامیده کیږي، دغه راز دې پدې کلکه عقیده ولري چې، د ده ستونزه به الله تعالی ورته حل کوي او له یادې ستونزې به خلاصون مومي.