الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.90 افغانی
1 یورو 74.40 افغانی
1 درهم 17.47 افغانی
1 تومان 0.35 افغانی
1 کلدار 0.223 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د تکواندو برخې یو شمېر لوبغاړي وستایل شول

2 جوزا 1405

د کابل ښاروالۍ د تکواندو لوبډلې لس تنه لوبغاړي چې، د ۱۳ ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ یې په سیالۍ کې ګډون کړی وو، د کلتوري چارو ریاست له خوا د ستاینلیکونو په ورکړې سره وستایل شول.
په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د تکواندو لس تنه لوبغاړو د پروان ولایت په سیالیو کې ګډون کړی وو چې، څلورو تنو یې د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي وو او شپږ تنه نور یې د تور کمربند مستحق وپېژڼدل شول.
د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد یادو لوبغاړو ته مبارکي وویله او ویې ویل: د کابل ښاروالۍ مشرتابه له لوبغاړو ملاتړ کوي ځکه د ورزش کلتور په دودولو سره یوه سالمه ټولنه رامنځته کېږي.
نوموړي زیاته کړه: لوبې او ورزش د ځوانانو په سالمه روزنه کې مهم رول لري. نوموړي هیله څرګنده کړه چې، د دغو ستاینلیکونو په ورکولو سره به لوبغاړي لا وهڅېږي، څو تر دې ستر ویاړونه او لازیاتې لاسته راوړنې ولري.