
د کابل ښاروالۍ د مسئولینو په هڅو په کابل ژوبڼ کې په معیاري توګه پرمختیايي پروژې پلې شوې دي او د یاد بڼ تاسیسات په وروستیو کلونو کې بیا رغول شوي او رنګ شوي دي. همدا راز یو شمېر نوي، نادر او کم پیدا کېدونکي ژوي هم راوړل شوي دي.
د کابل ژوبڼ د رئیس عزیز ګل ثاقب په وینا؛ د ژویو د ساتنې یو شمېر قفسونه په معیاري توګه جوړ شوي، زرغونتیا ته یې پام شوی او ښکلا ته یې پراختیا ورکړل شوې ده. اوس مهال یاد بڼ محصلانو، زده کوونکو او ماشومانو ته په یوه مناسب، تفریحي او څېړنیز ځای بدل شوی دی.
د ا.ا.ا له بریا وروسته په یاد بڼ کې د بیارغونې کارونه پیل شوي دي او اوس مهال پکې ۱۰۰ ډوله ژوي، الوتونکي، ماهیان او خزندګان په ټولیزه توګه یې شمېر ۶۰۰ دی ساتل کېږي.
کابل ژوبڼ د سویلي آسیا د ژوبڼ سازمان ( سازارک) او د نړیوالو ژوبڼونو د سازمان غړیتوب لري او له دې لارې یو له بل سره علمي، تخنیکي او څېړنیز معلومات له یو بل سره شریکوي. همدا راز د حیواني ناروغیو او له هغه سره د مبارزې د لارو چارو په اړه هم یو له بل سره تجربې شریکوي.
کابل ژوبڼ په عادي ورځو کې له ۷۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې لیدونکي او د رخصتیو په ورځو کې له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې لیدونکي لري.
کابل ژوبڼ د هېواد په کچه یو مناسب تفریحي څړنیز او د لیدو وړ ځای
2 جوزا 1405


