له سوداګرو او ملي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه، د لومړۍ ناحیې اړوند د بهزاد سینما په سیمه کې د وچې میوې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې وروستي پړاو ته رسېدلې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې میاشتې پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.دغه مارکېټ د کابل ښاروالۍ له خوا او د خصوصي سکټور په مرسته، په (۵۲۹۰) متر مربع ځمکه کې د یوې تهکوۍ او (۵) بلاکونو په درلودلو سره، په دوه پوړونو کې د جوړېدو په حال کې دی. په دې مارکېټ کې (۱۸۰) هټۍ، د (۱۰۰) موټرو لپاره پارکینګ، یوه عمومي او (۳) فرعي دروازې، د ښاري او لمریزې برښنا، اور وژنې سیسټم، جومات، تشنابونه او نورې اړتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي. د نوې طرحې له مخې، د بهزاد سینما پخوانۍ ودانۍ د وچې میوې د پېر او پلور لپاره ځانګړې شوې ده چې، په دې کار سره به په ملي او نړیواله کچه د وچې میوې د بازار وضعیت ښه کېدو ته زمینه برابره شي
په لومړۍ ناحیه کې د وچې میوې د سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي
31 ثور 1404