د ګلانو د روزلو کلتور بډایه کولو، ښاري ښکلا او د زرغونو سیمو د پراختیا په موخه د کابل ښاروالۍ له خوا د یادې ادارې د مشرتابه، لوړ پوړو امارتي چارواکو، بنسټونو او د خصوصي سکټور په ګډون په زرنګار پارک کې د ګلانو او زینتي بوټو نندارتون پرانیستل شو د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د کابل ښاروالۍ د مشرتابه په استازیتوب ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه: کابل ښاروالۍ د یوې مسئولې او د ښاري خدمتونو د وړاندې کوونکې ادارې په توګه د ښاري زیربناوو د جوړولو سربېره د زرغونو سیمو پرختیا ته هم ځانګړی پام کوي چې، له نیکمرغه اوس مهال د ښار په بڼه کې د پخوا په پرتله مثبت بدلون راغلی دی. نوموړي همدارز وویل: دا نندارتون یو ښه فرصت دی چې، بېلابېل ډوله نیالګي وپېژنو او ترڅنګ یې موږ غواړو د ګلانو د روزلو په برخه کې د ګډونوالو له تجربو څخه ګټه پورته کړو. همد راز د دې نندارتون څخه یوه موخه دا هم ده چې، د ګلانو او زنیتي بوټو د روزلو کلتور لا بډایه کړو. ورته مهال کابل والي ملا امین الله عبید، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او د بدني روزنې لوی رئیس مولوي احمدالله وثیق هر یوه په خپلو خبرو کې له دا ډول نندارتونونو څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: په وروستیو کې د کابل ښار د زرغونتیا او ښکلا په برخه کې د کابل ښاروالۍ فعالیتونه د ستاینې وړ دي او اوس مهال تر بل هر وخت کابل ښار ښکلې بڼه غوره کړې ده. د دوی په وینا؛ ګل نه یوازې د ښکلا سمبول دی بلکې د ذوق، مهربانۍ او د دې ښار د اصیل کلتور ښکارندويي کوي. په همدې توګه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رئیس مولوي عبدالوکیل متوکل په خپلو خبرو کې وویل: دا نندارتون به درې ورځې د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانیستی وي چې، په کې ۹ زره ګلان او زینتي بوټي چې، د کابل ښاروالۍ او دخصوصي سکتور په قوریو کې روزل شوي دي نندارې ته وړاندې شوي دي او ښاریان کولای شي خپل د علاقې وړ ګلان او زنیتي بوټي په مناسب قیمت له دې نندارتون څخه ترلاسه کړي