د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په زرنګار پارک کې د ګلانو او زینتي بوټو نندارتون د شپې لخوا هم د هېوادوالو پر مخ پرانیستی وي

3 جوزا 1404

 15173.jpg (1820 × 1024)

په زرنګار پارک کې د ګلونو او زینتي بوټو نندارتون، په هنري او تخلیقي رڼا سره، د شپې فضا ته یوه ځانګړی بڼه ورکړې او د ښاریانو لپاره یې د خوښئ شیبې رامنځته کړې دي. لرغوني او زړې ونې او رنګارنګ ګلونه د نرمې او متنوع رڼا په وسیله په ښکلي ډول روښانه شوي دي،  ګرم او ساړه رنګ لرونکي څراغونه، چې د ګلانو او زینتي بوټو په منځ کې ځای پر ځای شوي دي، یوه مینه ناکه او شاعرانه فضایې رامنځته کړې او لیدونکو ته په دې روښانه پارک کې لارښوونه کوي. دغه راز د شپې له خوا د ګلونو ښکلي بوی د طبیعت مینه والو ته آرامه او خوندوره فضا برابره کړې ده. دغه نندارتون نه یوازې په هنري او عصري بڼه د طبیعت ښکلا د لیدلو فرصت دی؛ بلکې دا د ښاریانو لپاره په یوه کلتوري او ټولنیزه فضا هم بدله شوې ده. په زرنګار پارک کې په ښکلو رڼاګانو سره د ګلونو او زینتي بوټو جوړ شوي نندارتون، یو ځل بیا ثابته کړه چې طبیعت او هنر یوځای کولی شي د ښار روح روښانه کړي او د لیدونکو په ذهنونو کې نه هیریدونکې خاطرې پر ځای پریږدي. له دغه نندارتون څخه لیدنه چې، په هغه کې (۹۰۰۰) زینتي ګلان نندارې ته وړاندې شوي دي، د ټولو هیوادوالو لپاره وړیا ده، او ښاریان کولای شي د لیدنې سربېره، خپل د خوښې وړ ګلان په مناسب قیمت هم ترلاسه کړي