د دولسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې له بازارونو څخه د څارنو په لړ کې (۲۵۰۹) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي چې، دمصرف نیټه یې هم پای ته رسېدلې وه، او دغه راز (۴۶) لوډسپیکرونه چې، د غږیزې ککړتیا لامل ګرځېدل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د دولسمې ناحیې د مسئولینو په وینا؛ په راټولو شویو توکو کې، مکروني، شیدې، ملايي، آچار، د لوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیت، بیسکویت، شامپو، صابون، کچپ، د څښاک غیر الکولي مواد شامل دي له ښاریانو څخه غوښتنه کېږي چې، د اړتیا وړ توکو د پېرلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پام وکړي او پلورونکي دې د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړي
د دولسمې ناحیې له بازارونو څخه ۲۵۰۹ کیلو ګرامه بې کیفیته توکي او ۴۶ لوډسپیکرونه راټول شول
4 جوزا 1404