د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني په داسې حال کې چې، د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې سلاکار انجنیر محمد یاسین هلال یې ملتیا کوله، له علاءالدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د سړک او د شور بازار یا سنګ تراشۍ سړک د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه او د کار په کیفیت او چټکتیا یې ټینګار وکړ. د دغو څارنو په لړ کې ښاغلي سجستاني مسئولینو ته سپارښتنه وکړه څو د سړک جوړونې په پروژو کې له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه و نه کړي او له فرصتونو او سرچینو څخه ډېره ګټه پورته کړي، د پروژو له بېلابېلو پړاونو څخه دې په دوامداره توګه تخنیکي او فني څارنې ترسره شي. دغه راز نوموړي پر قراردادي شرکتونو ټينګار وکړ چې، د کیفیت په پام کې نیولو سره دې د پروژو چارې چټکې کړي ترڅو په ټاکلي وخت بشپړې شي. له علاء الدین درې لارې څخه تر تخنیکم پورې د (۱۷۶۷) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور، او له سپاهي ګمنام چوک څخه تر باغ قاضي پورې د (۲۹۳) مترو په اوږدوالي او (۲۵) مترو په سور سره د سړکونو د بنسټیزې برخو د جوړولو چارې روانې دي او ډېر ژر به قیر کولو ته چمتو شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه ټینګار کوي چې، د کیفیت د تضمین په موخه دې، د سړکونو ودانیز توکي تر کارولو وړاندې په لابراتوار کې و ازمویل شي، او هېڅ چاته اجازه نه ورکول کېږي چې، د سړک جوړونې په پروژو کې بي پروايي او ناغیړي وکړي
د کابل ښاروالۍ مشرتابه تر کار لاندې دوه پروژو څخه څارنه وکړه
4 جوزا 1404