د کابل ښاروالۍ د مسئولینو، ښاریانو، د کاردان پوهنتون استادانو او زده کړیالانو له خوا د یو ګډ تنظیفي حشرپه ترسره کولو سره، د څلورمې ناحیې له بیلابیلو سیمو څخه یوه زیاته اندازه کثافات راټول او له ښار څخه بهر ولیږدول شول. د څلورمې ناحیې د تنظیف مدیر خلیل الله هادي په خپلو خبرو کې د ښاري سیمو پاکوالی دټولو دیني او ملي دنده وبلله او له ښاریانو یې غوښتنه وکړه چې، د خپلو ملکیتونو شاوخوا سیمو په پاک ساتلو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. دغه راز د کاردان پوهنتون مسئول او استاد نورالله بابکرخیل د ښاري کلتور له پلوه د ګډ کار د اهمیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د مسئولینو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ پیاوړې روحیه، زموږ له ملي او لرغونو دودونو څخه شمېرل کیږي، چې یو یې د ښاریانو د استوګنې ځایونو پاک ساتلو ته پاملرنه ده. نوموړي زیاته کړه چې، کاردان پوهنتون تل ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو ته ژمن دی او دا ډول نوښتونه د ځوانانو ترمنځ د ټولنیز مسئولیت ترسره کول، د دې ادارې د دوامداره برنامو یوه برخه ده. په دې حشر کې د ګډون موخه، د چاپیریال پاکوالي د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د زده کړیالانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پیاوړې کول او د ټولو ښاریانو لپاره د سالم او پاک چاپېریال په رامنځته کولو کې برخه اخیستل ؤ. په دې برنامه کې د کاردان پوهنتون د بېلابېلو څانګو لسګونو زده کړیالانو په بشپړ چمتووالي سره د ښاري سیمو په پاکولو کې برخه واخیسته. دغو زده کړیالانو هم له دې برنامې څخه خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې، په داسې فعالیتونو کې ګډون نه یوازې د دوی د مسئولیت احساس پیاوړی کوي، بلکې د ټولګیوالو ترمنځ د مرستې زمینه هم برابروي. په ورته وخت کې د څلورمې ناحیې مسئولینو او اوسیدونکو په خپلو هڅونکو ویناوو سره، په دې حشر کې له ټولو ګډونوالو څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې، دا ډول فعالیتونه به په راتلونکي کې په منظم ډول دوام ومومي
د کاردان پوهنتون د زده کړیالانو په ګډون په څلورمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو