د یوې اونۍ په ترڅ کې د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو(۴۳) نقشې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو نقشو د ویزه کولو د ځانګړې کمیټې له لوري تر ارزونې او اصلاح وروسته تائید او د تطبیق وړ وپېژندل شوې. د کابل ښاروالۍ د ودانیزو جوازونو د صادرولو او تحلیل رئیس انجنیر محمد بشیر اماني په دې اړه وویل: دغه نقشې د نورمونو او ښاري ستندردونو مطابق، له (۴) څخه تر (۱۵) پوړونو پورې د ودانیو د جوړولو لپاره طرحه شوې وې. نوموړي ټینګار وکړ چې، د هر ډول تاسیساتو، استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو، د تیلو پمپونو او جوماتونو د جوړولو لپاره د جواز اخیستل حتمي او الزامي دي او له سرغړونکو سره قانوني چلند کیږي. ښاغلي اماني زیاته کړه: کابل ښاروالۍ د ښاري ماسټر پلان د پلي کېدو په برخه کې ژمنتیا لري او د ښار د اقتصادي ودې او د کاري بوختیاوو د رامنځته کېدو په موخه، په ښار کې د قانوني او معیاري ودانیو له جوړولو ملاتړ کوي. دغه راز نوموړي دا هم وویل چې، ښاریان کولی شي د ښاري قوانینو په رڼا کې او د اصولو او مقرراتو په پام کې نیولو سره د ودانۍ د جواز ترلاسه کولو پړاونه په لنډ وخت کې بشپړکړي، او د هر ډول ستونزې او ابهام په صورت کې کولای شي د کابل ښاروالۍ د جوازونو د صادرولو او تحلیل ریاست ته مراجعه وکړي ترڅو یې ستونزې ته په وخت رسېدنه وشي
د استوګنې او سوداګریزو ودانیو ۴۳ نقشې ویزه او تائید شوې
6 جوزا 1404