د ټولګټو او زیربنايي پروژو د چارو دچټکتیا او د کیفیت د ښه والي په موخه، د کابل ښاروالۍ مشرتابه د سړک جوړونې او ودانیزو قراردادي شرکتونو له استازو سره تخنیکي ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني د قراردادي شرکتونو د استازو د نظرونو او ستونزو تر اورېدو وروسته وویل: د کابل ښاروالۍ اړوند د سړک جوړونې او ودانیزو پروژو چارې باید په پوره صداقت، امانتدارۍ او له هر ډول ناغیړۍ پرته ترسره شي؛ قراردادي شرکتونه مکلف دي چې، د تخنیکي سندونو مطابق پروژې په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت بشپړې کړي. ښاغلي سجستاني په خپلو خبرو کې وویل: هېڅ چاته د غیر معیاري کار د ترسره کولو، د وخت د ضایع کېدو او د ملي شتمنۍ د بې ځایه لګښت اجازه نه ورکوي. د ښاري خدمتونو مرستیال د چارو پرمهال د خوندیتوب پر تدابیرو، اوبو شیندلو، د اضافي توکو د لېږد او له ودانیزو توکو څخه په ښه توګه ګټه اخیستلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د پروژو چارې دې په معیاري توګه ترسره شي، ځکه کابل ښاروالۍ د یوه معیاري او اصولي ښار د جوړوېدو په برخه کې ژمنتیا لري. ښاغلي سجستاني ټینګار وکړ چې، د کار په لړ کې له ترافیکي ستونزو څخه د مخنیوي لپاره دې ټولې چارې د یوه منظم پلان له مخې ترسره شي ترڅو د خلکو د تګ راتګ پرمهال ستونزې رامنځته نشي. د ناستې په پای کې د شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې، پروژې به په ټاکلي وخت او د قرارداد له اصولو او فني معیارونو سره برابرې په ټاکلي وخت کې بشپړې کړي
د ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو له استازو سره تخنیکي ناسته ترسره شوه
6 جوزا 1404