د لسمې ناحیې د مسئولینو له خوا د یادې ناحیې اړوند د قلعه فتح الله په سابقه بازار او ورڅېرمه سیمو کې ښاري نظم وڅارل شو او له پلو لارو او سړکونو څخه خنډونه پاک شول. د لسمې ناحیې رئیس مولوي نورالوهاب نوري په دې اړه وویل: د یادې ناحیې په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې ښاري نظم هره ورځ څارل کیږي او هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې، ښاري نظم ګډوډ کړي. نوموړي له ګرځنده پلورونکو غوښتنه وکړه چې، په سړکونو او نورو ښاري سیمو کې له ګرځېدو ډډه وکړي؛ ځکه د دوی دا کار د ګڼه ګوڼې او د ښاري نظم د ګډوډیدو لامل کیږي. دغه راز فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه چې، خپل توکي پلو لارو او سړکونو ته را ونه باسي. د یادونې وړ ده چې، ښاري نظم د ښاریانو د هوساینې لپاره یو اصل دی او هرڅوک یې باید مراعات کړي، او هغه کسان چې ښاري نظم ګډوډوي، قانوني چلند به ورسره وشي
د لسمې ناحیې په بازارونو کې ښاري نظم وڅارل شو
7 جوزا 1404