د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې روانې دي

15222.jpg (1820 × 1024)

د سطحې اوبو د مدیریت موخه، د اتمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د بندو کانالونو او لښتیو د پاکولو چارې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له خوا روانې دي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کانالونو آمر، انجنیر احمد نوید "شېرزاد" په دې اړه وویل: د پلان له مخې، د کارته نو او رحمان مینې سړکونو په اوږدو کې د بندو کانالونه او لښتیو د پاکولو چارې په اساسي توګه پر مخ روانې دي. نوموړي د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د پاکو شویو لښتیو او کانالونو پاک ساتلو ته پاملرنه وکړي، ترڅو د موسمي بارانونو پر مهال سړکونو ته د اوبو راوتلو شاهدان و نه اوسو. د ښار په کچه د کانالونو او لښتیو د بندېدو لامل د ځینو ښاریانو بې پروايي ده، چې د هر ډول کثافاتو په اچولو سره یې بند کړي دي. د یادونې وړ ده چې، (۵) لارۍ، یو عراده اسکواتور، او د تنظیف ریاست (۱۶۰) تنه کارکوونکي له یادو سیمو څخه د شاوخوا (۲۰،۰۰۰) متره مکعب کثافاتو د لیږدولو په موخه ګمارل شوي دي