سړکونه د ښارونو حیاتي رګونه بلل کیږي چې، نه یوازې د خلکو او توکو د لېږد دنده ترسره کوي بلکې، د اقتصادي ودې، ټولنیزې سوکالۍ، د ککړتیا د کمښت او د ښار په بنه کې اساسي رول لوبوي. د تګ راتګ وضعیت ښه کول او د ګڼه ګوڼې کمښت د اصلي او فرعي سړکونو په جوړېدو سره د تګ راتګ لارې مثبت بدلون مومي. هوار او جوړ سړکونه د دې سبب ګرځي چې، وسایط روان حرکت ولري او د تګ وخت را کم کړي. په همدې توګه کله چې، اصلي او فرعي سړکونه په ښه توګه جوړ شي ترافیکي بهیر ویشل کېږي او ګڼه ګوڼه کمښت مومي. اقتصادي وده او د ښاري سوداګرۍ پیاوړتیا سړکونه د بازارونو ودې، د سوداګریزو توکو چټک لېږد، خدمتونو ته د لاس رسي او د اقتصادي فعالیتونو ډېرښت ته زمینه برابروي. سوداګر، کسبه کاران او تولید کوونکي د معیاري سړکونو په شتون سره په ښه توګه کولای شي د ښار له نورو سیمو سره اړیکه ټینګه کړي. د ملکیت د ارزښت لوړوالی او د پانګې جلبول هغه سیمې چې، معیاري سړکونه لري د پانګوالو د توجه وړ ګرځي. د سړکونو جوړېدل د دې سبب ګرځي چې، د ځمکو ارزښت لوړ شي او په ودانیزو، سوداګریزو او خدماتي برخو کې نوې پانګونې ترسره شي.
د چاپېریالي وضعیت ښه والی
د معیاري او داسې سړکونو په لرولو سره چې، مناسب کانالونو او لښتي ولري، ککړتیا کمېږي او د اوبو ډنډ کېدو ستونزه لمنځه ځي، د وسایطو د ګڼه ګوڼې او اوږد ځنډ امکان کمښت مومي او په ښارونو کې زهري ګازونه نه لېدل کېږي چې، په دې توګه د هوا وضعیت ښه کېږي.
د ټولنیز اړیکو پیاوړتیا او خدمتونو ته لاس رسی
د اصلي او فرعي سړکونو په وسیله د سیمو په نښلولو سره خلک سوکالي مومي او کولای شي ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو، بازارونو، دولتي ادارو او نورو خدمتونو ته ښه لاس رسی پیدا کړي. دا کار د دې سبب ګرخي چې، د خلکو ترمنځ ټولنیزې اړیکې پیاوړې او فاصلې را لنډې شي.
پایله
په سړکونو پانګونه نه یوازې یو ښه اقدام دی بلکې، راتلونکو نسلونو ته یوه اوږده پانګونه ده. د اصلي او فرعي سړکونو د شبکو په پراختیا سره به کابل یو د اوسېدو وړ او معیاري ښار بدل شي چې، په هغه کې به خلک ګڼو آسانتیاوو ته لاس رسی ولري.
سړکونه ښاري سوکالۍ او پرمختګ ته د لاس رسي لار ده.
اصلي او فرعي سړکونه نه یوازې د تګ راتګ لارې دي بلکې، د ښاري پراختیا او ښه ژوند اصلي کیلۍ دي.
د سړکونو په بیارغونې او جوړېدو سره:
ګڼه ګوڼه کمېږي او خلک ژر خپلې موخې ته رسېږي
کارونه وده کوي او سوداګر کولای شي په آسانۍ سره خپل توکي ولېږدوي
د ځمکو قیمت لوړېږي او پانګونه را جلب کېږي
چاپېریال پاک ساتل کېږي او خاورې او ګردونه کمېږي
ښوونځیو، روغتونونو او بازارونو ته لاس رسی آسانه کېږي
هر سړک چې جوړېږي د روښانه راتلونکې لپاره یو ګام اخیستل کېږي، راځئ د کابل د آبادۍ او سوکالۍ په موخه د سړکونو له جوړېدو ملاتړ وکړو.
کابل ښار د اصلي او فرعي سړکونو جوړېدو ته جدي اړتیا لري؛ د سړک جوړونې په پروژو کې د ښاريانو مرسته ډېره مهمه ده.