د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.45 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

ودانیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېټې غونډه ترسره شوه

12 جوزا 1404

15266.jpg (1820 × 1024)

په ښار کې د غیر معیاري ودانیو له جوړېدو څخه د مخنیوي په اړه، ودانیزو سرغړونو ته د رسېدو کمېټې غونډه د کابل ښار مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې ټینګار وکړ چې، له ښاري نورمونو سره په ټکر کې د ودانیو له جوړولو څخه دې مخنیوی وشي او ویې ویل چې، مسئولین باید په دې برخه کې خپلې دندې په مسئولیت او رښتینولۍ ترسره کړي. کابل ښاروال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه چې، د ودانیزو سرغړونو پر وړاندې دې جدي ګامونه پورته کړي ځکه په تېر کې د غیر معیاري ودانیو جوړېدل د دې لامل ګرځېدلي څو ښاري مدیریت له ستونزو او ننګونو سره مخ شي. نوموړي د ویزه شویو نقشو مطابق د ودانیو په جوړېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د ښار د اقتصادي او معیاري ودې او د کاري بوختیاوو رامنځته کېدو په موخه، په ښار کې د معیاري ودانیو له جوړولو ملاتړ کوي او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، د کړنلارې له مخې دې د ودانیز جواز د صادرولو په برخه کې ښاریانو ته اړینې آسانتیاوې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې، په دې غونډه کې د ودانیزو سرغړونو د ۳۲ دوسیو په اړه بحث وشو او په اړه یې اړینې پرېکړې ترسره شوې