د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر د سړک جوړونې له پروژو څخه د څارنې پر مهال له بیني حصار څخه تر ستانکزي څلورلارې او پر دوام یې تر بګرامیو پورې ، له جوی شیر څخه تر پُل آرتل او پر دوام یې تر دهمزنګ پورې ، له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي، او د سنګ تراشۍ د سړک جوړونې پروژو له کار څخه د لیدنې پرمهال له بې کیفیته کارونو څخه مخنیوی وکړ.
د څارنې پرمهال د یادو پروژو یو شمېر برخې چې، تخنیکي ستونزې یې درلودې ویجاړې شوې ترڅو بېرته له معیارونو سره سمې جوړې شي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال، د یادو ستونزو د رامنځته کېدو دلیل د قراردادي شرکتونو بې پروايي وګڼله او ټینګار یې وکړ چې، د سړک جوړونې د ټولو پروژو چارې باید له تخنیکي معیارونو سره برابرې ترسره شي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ چې، د سړک جوړونې له پروژو څخه دوامداره څارنې کېږي او هېڅ شخص او شرکت ته به اجازه ورنه کړي چې، په کارونو کې د ناغیړۍ له امله د ملي شمتنۍ او فرصتونو د ضایع کېدو سبب وګرځي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال همدا راز ټینګار وکړ چې، د پروژو ودانیز مواد باید تر کارونې مخکې یو ځل په لابراتوار کې و ازمویل شي ترڅو له کیفیت څخه یې ډاډ ترلاسه شي.
نوموړي قراردادي شرکتونو ته ګوت څنډنه وکړه چې،له تخنیکي معیارونو سره په ټکر کې د کار کولو پر مهال به کابل ښاروالۍ له سرغړونکو شرکتونو سره قانوني چلند وکړي.
ښاغلي یاسر له قرادادي شرکتونو وغوښتل چې، په پوره رښتینولۍ، مسئولیت منلو او د خوندیتوب مسایلو په پام کې نیولو سره د سړک جوړونې پروژو چارې د تخنیکي اسنادو او ډیزاین له مخې په ټاکلي وخت بشپړې کړي.
نوموړي همدا راز وویل چې، د خوندیتوب مسایلو په پام کې نیول، د اوبو پاشل، د اضافي توکو لېږد او له ودانیزو توکو څخه سمه ګټه اخیستنه د کابل ښاروالۍ د پروژو په تطبیق کې لومړیتوب دی او دا اداره د کابل ښار معیاري پراختیا ته ژمنتیا لري.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه د عامه شتمنۍ او فرصتونو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي په موخه په ټینګار سره اعلانوي چې، په ښه کیفیت د پروژو چارې ترسره کول د قرادادونو یوه مهمه برخه ده او ټولې پروژې تر بشپړېدو وروسته د تسلیمۍ پرمهال بیا هم ارزول کېږي.