د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.45 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ا.ا.ا له بریا ورورسته په کابل ښار کې ۱۴۴۶ ودانۍ د ودانیزو جوازونو مطابق جوړې شوې دي

12 جوزا 1404

 15273.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروالۍ د ښاري ماسټر پلان د پلي کېدو په برخه کې ژمنتیا لري او هڅه یې داده چې، کابل ښار له معیارونو سره برابره وده او پراختیا وکړي او له پرمختللو ښارونو سره سیال شي. د افغانستان اسلامي امارت له بریا وروسته تر دې مهال د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۴۴۶ ودانۍ له رسمي ودانیز جواز سره سمې جوړې شوې دي. د کابل ښاروالۍ د اساسي ودانیو د کنټرول ریاست د معلوماتو له مخې؛ اوس مهال په کابل ښار کې له ودانیز جواز سره برابرې د سلګونو ودانیو د جوړولو چارې روانې دي او دا کار د ښار د اقتصادي ودې او د کور موندلو په برخه کې مهم رول لوبوي. د کابل ښاروالۍ د اساسي ودانیو د کنټرول ریاست انجنیران او اړوند ناحیې، د نقشو د پلي کېدو لړۍ دقیقه څاري ترڅو له ودانیزو سرغړونو څخه مخنیوی وشي. کابل ښاروالۍ یو ځل بیا ټولو ښاریانو ته خبر ورکوي چې، د سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو، د تیلو پمپونو، جوماتونو او نورو تاسیساتو له جوړولو مخکې له کابل ښاروالۍ څخه ودانیز جواز ترلاسه کړي او ټول کارونه د هغه له مخې ترسره کړي؛ له دې پرته به یې پر وړاندې قانوني ګامونه پورته شي. په همدې توګه ټولو ښاریانو خبر ورکول کېږي چې، په هغه ودانیو کې د آپارتمان له پېرلو په کلکه ډډه وکړي چې، د کابل ښاروالۍ له رسمي جواز سره په ټکر کې جوړې شوې دي؛ ځکه په راتلونکې کې له حقوقي او قانوني او د شرعي قبالې د نه ورکولو له ستونزو سره مخ کېږي او یا یې ودانۍ د کابل ښاروالۍ له لوري د پلانونو د عملي کېدو په موخه ویجاړېږي. کابل ښاروالۍ د ښاري قوانینو په چوکاټ کې د ښار د معیاري پراختیا او د کاري بوختیاوو د رامنځته کېدو په موخه د قانوني ودانیو له جوړولو ملاتړ کوي او د ودانیز جواز ورکولو لړۍ یې نه دي درولې. دا لړۍ تر قانوني شرایطو لاندې روانه ده او غوښتونکو ته اړینې آسانتیاوې رامنځته شوې دي. د یادونې وړ ده چې، په پلاني او غیر پلاني سیمو کې د ودانیو د جوړولو شرایط توپیر لري او تر قانوني پړاونو ترسره کولو وروسته غوښتونکو ته د ودانۍ جوړولو اجازه ورکول کېږي