د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د چاپېریال نورو موجوداتو ته په پاملرنې سره مو ځان الله تعالی ته ورنږدې کړئ

15283.jpg (1200 × 528)

ابویاسر "پښتون"

پر طبیعت خواره واره ټول کائنات د هغوی روزنه، خوراک او پوښاک، مړینه او ژوند د موسمونو بدلون، ډیرښت او لمنځه تلل او وده، دا ټول د الله تعالی د وحدانیت او واکمنۍ یو ستر ثبوت دی. دا خو موږ ټولو ته روښانه ده چې، د نړۍ پر مخ که هر څه پیدا شوي له حکمته خالي ندي، د بیلګې په توګه، که موږ د انسانانو او پیریانو خبره کوو نو د قرآن عظیم الشان دا لوی ارشاد راتر سترګو کیږي چې،الله تعالی فرمایي: ژباړه: ما ندي پیدا کړي پیریان او انسانان مګر د عبادت لپاره. دا چې انسان د عبادت لپاره پیدا شوی دی نو انسان ته څه کول په کار دي، دا عبادت په کومو اموراتو پورې تړلی دی، دغه عبادت یوازې تر عبادت ځایونو او جوماتونو پورې منحصر دی که څه نور امورات هم شته چې بنده یې په تر سره کولو سره د الله تعالی یو تابع دار او منونکی بنده حسابیدای شي؟

دوهمه پوښتنه داده چې، د انسان تابع داري د نورو کائناتو په پرتله په کومه کچه ده؟

پورته دوه پوښتنو ته په لاندې توګه په تفصلي ډول ځواب لټوو:

لومړۍ پوښتنه: د انسان اطاعت یوازې تر عبادت ځایونو پورې تړلی ده که نور امورات هم شته چې انسان یې باید د ښه بنده ثابتولو په خاطر تر سره کړي؟

ځواب: د رسول الله(ص) د امت یوه ځانګړتیا او له نورو امتونو سره یې توپیر همدا دی چې، د دوی عبادت یوازې تر عبادت ځایونو پورې تړلی ندی، دا چې انسان په ټولنه کې ژوند کوې د ټولنې د بدن غړی دی، نو په ټولنه کې د نورو ټولو موجوداتو په وړاندې د ښه سلوک او له هغوی سره له صله رحمۍ څخه په کار اخیستنه او خیر رسونه او ښه اخلاقو سره ژوند کول، هغه څه دي چې د انسان په نیکو اعمالو کې حسابیږي او انسان پرې مکلف ګرځول شوی دی او دلته له ورایه ښکاري چې، د انسان اطاعت او تابع داري یوازې تر عبادت ځایونو پورې ونه تړل شوه بلکې د ټولنې په لمن کې د پرتو ټولو موجوداتو په وړاندې نیک اعمال هغوی ته پاملرنه هم د انسان په ښه بنده ګۍ او اطاعت پورې تړلي امور دي او انسان پرې د الله(ج) یو تابع دار بنده حسابیدای شي.

دوهمه پوښتنه: د انسان تابع داري د نورو کائنانو په پرتله په کومه کچه ده؟

ددې پوښتنې ځواب کولای شوو د الله تعالی د سپیڅلي کتاب د الرحمن سورة له ۶م آیة څخه راپیدا کړو.

ددغه آیة شریف ژباړه داسې ده: ستوري او ونې سجده کوي. ددې ایة شریف له ژباړې څخه دې پایلې ته رسیږو چې، په دې آیت کې پاک خدای(ج) د طبیعت یوې ځانګړې نښې ته اشاره کړې ده، چې ستوري او ونې د هغه په حکم تسلیم دي. په قرآنکریم کې د «سجدې» معنی یوازې د انسانانو او پیریانو د بنده ګۍ ځانګړې نښه نه ده، بلکې د طبیعت د ښکلا او نظم بیانولو لپاره هم کارول کېږي. یعنې طبیعت هم د خدای(ج) د عظمت او قدرت د ښودلو په موخه په یوه ځانګړي ډول د هغه پر وړاندې عاجزي او اطاعت ښکاره کوي.

په لنډ ډول ویلای شوو چې، ټول کائنات، له ژوندیو او غیر ژوندیو اجزاو سره، د الله(ج) د قدرت او حکمت په وړاندې عاجزي څرګندوي. دا عاجزي (سجده) یوازې د انسانونو لپاره ځانګړې نه ده، بلکې هر څه د خپل فطري مقام او دندې په اساس د الله تعالی(ج) د امر تابع دي.

ستوري په آسمان کې په منظمه توګه حرکت کوي او هېڅکله ځان ته واک نه ورکوي، بلکه د خدای تعالی د حکم تابع دي. ستوري د شپې په آسمان کې د لارې د معلومولو، موسم پیژندلو، او حتی د ځمکې په حرکت کې د ثبات په حیث رول لري. د قرآنکریم دا موضوع موږ ته دا را په ګوته کوي چې، هر یو عنصر د کائناتو د لوی نظام برخه ده چې په کامل اطاعت کې دی، ستوري په خپل حرکت کې د الله(ج) د عظمت او نظم یو ژوندی مثال دی چې بې اختیاره د خدای(ج) د فرمان تابع دي، او د خپل موقف په اساس عبادت یا سجدې کوي. تفسیر الطبري

ونې چې د ځمکې ښکلا او د ژوند سرچینه ده، د خدای تعالی(ج) د حکم تابع دي. ونې د خدای(ج) د رازونو یوه برخه ده، چې د هغې په برکت، ودې او میوې ورکولو په برخه کې د هغه امر ته غاړه ږدي. هغوی د انسانانو لپاره هوا او خواړه برابروي او سیورۍ ورکوي.

ونې د ځمکې ژوند ته حیاتي ځواک ورکوي، او د خدای(ج) د تخلیق ښکلا او نظام په کې څرګندیږي. ونې  هوا پاکوي، او د خدای(ج) د حکمت یوه بې مثاله نښه ده.

د ونو سجده په معنوي لحاظ د هغه طبیعي حرکتونو او واکونو نښه ده چې، د خدای(ج) د امر تابع دي، لکه د ونو څانګې چې د باد په حکم حرکت کوي.

ونې په فطري ډول د خدای د حکم د اطاعت لپاره په حرکت او انحناء کې خپلې عاجزۍ څرګندوي، چې دا یې سجده ګڼل کیږي. تفسیر القرطبي

په پورته آیة شریف کې د سجدې اصطلاح په استعاري معنا کارول شوې ده، دا معنا لري چې ټول طبیعت د خدای(ج) د لویوالي او قدرت په وړاندې عاجز دی. د سجدې کولو موخه یوازې د عبادت اظهار نه دی، بلکه د یو اړخ څخه د نظم، اطاعت، او د خدای(ج)  په شتون کې د عاجزۍ ښودنه هم ده.

د دوهمې پوښتنې ځواب به مو هرو مرو د پورته آیة شریف له تفصیل څخه موندلی وي هغه دا چې، کائنات او طبیعت، که څه هم خبرې نه کوي، خو د خدای(ج) د عظمت او وحدانیت د بیانولو لپاره په یو بل ډول سجده کوي، د الله تعالی د امر تابع دي، سرغړونه نکوي، خو انسان ددې برسیره چې الله تعالی ورته اشرف المخلوقات ویلی دی له نورو کائنانو یې پر ده باندې ډیر احسانات لورولي دي، خو بیا هم جرمونه تر سره کوي، د طبیعت پر وړاندې ځان بې مسئولیته شمیري، په خپلو ناوړه کړو نور طبیعت زیانمنوي، نور موجودات تخریبوي، دروغ وایي، عدالت نه تامینوي، کبر کوي او خپل وخت په خپلو خواهشاتو کې تیروي. نو دلته څرګنده شوه چې، نور کائنات د انسان په پرتله د الله تعالی په عبادت او تابع دارۍ کې ډیر رښتیني دي، انسان ته په کار ده چې له دې طبیعي نښو څخه زده کړه وکړي او په عاجزۍ، تسلیمۍ، د طبیعت نورو کائناتو ته په ښه سترګه کتلو، نیکو اخلاقو او عبادت کې خدای ته ورنږدې شي.