کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړونې پروژو د پرمختګ ارزونه وکړه. په دې پروژو کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون مخې ته سړک، د شیرپور سیمه، د خواجه بغرا له ګولایي څخه تر قصبې سړک، له محبس څخه تر سلیم کاروان پورې، له هوایی ډګر څخه تر ګمرک، له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې، له قلعه وزیر څخه د کمپنۍتر سړک، له مهتاب قلعه څخه تر دیوان بیګي، د کابل-جلال آباد سړک لومړۍ برخه، او د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو پروژې شاملې دي. د دغو ارزونو په لړ کې، کابل ښاروال د چارو په چټکتیا او د کیفیت په ښه والي ټینګار وکړ، او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې، د پروژو ټولې چارې دې د سړک جوړونې د تخنیکي معیارونو مطابق ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې، هر ډول بې کیفیته کار د منلو وړ نه دی او که د معیارونو خلاف وي نو بېرته به ویجاړ شي. دغه راز کابل ښاروال قراردادي شرکتونو ته هم سپارښتنه وکړه چې پروژې دې د تخنیکي سندونو مطابق، په ټاکل شوي وخت او په لوړ کیفیت بشپړې کړي. همدارنګه، د سرچینو او فرصتونو اعظمي کارول، او د پروژې د پلي کولو له ټولو پړاونو څخه فني او تخنیکي څارنه، هغه مهم ټکي ؤ چې ټینګار پرې وشو. کابل ښاروال له مسئولینو غوښتنه وکړه چې، ټولې ودانیزې پروژې دې له ځنډه پرته او په لوړ کیفیت پرمخ بوځي. همدا شان د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم ریاست ته هم سپارښتنه وشوه چې، ودانیز مواد دې تر کارولو دمخه په لابراتوار کې و آزمویل شي او هیڅ څوک حق نلري چې د سړک جوړونې په پروژو کې غفلت یا ناغېړي وکړي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژو کې د ښه کاري فعالیت تضمین شتون لري او د کابل ښاروالۍ په قراردادونو کې یو له عامو شرایطو څخه ګڼل کیږي، تر کار لاندې پروژې به له بشپړیدو وروسته د سپارلو په مرحله کې د وروستي ځل لپاره بیا و ارزول شي
کابل ښاروال د ښار په بېلابېلو برخو کې د سړک جوړونې پروژو د پرمختګ ارزونه وکړه
14 جوزا 1404