د کابل ښاروالۍ له خوا د خصوصي سکټور په مرسته د ښار بېلابېلې نوموتې سیمې د ښکلا په څراغونو ښکلې شوې. د ښاري ښکلا په دې برنامه کې د رنګا رنګ څراغونو نصبول، د لوی اختر د مبارکۍ پیغامونه او نورې معنوي ښکلاوې شاملې دي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد د ښاري ښکلا په دې برنامه کې د ښاریانو له ګډون مننه وکړه او ویې ویل: د اختر نمانځنه یو اسلامي ارزښت دی چې د یوالي ښکارندويي کوي او زموږ دنده ده چې په خپلو ښو کړنو یې لا ښکلی کړو او داسې چلند ونه کړو چې له اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي. نوموړي زیاته کړه: ښاري ښکلا د انسان په روان او روحیه مثبت اغیز لري او کابل ښاروالۍ پلان لري څو د مشخصو پلانونو او ډیزاینونو پز بنسټ د ښاري ښکلا پروګرامونه لا ډېر کړي او ډیرې سیمې تر پوښښ لاندې ونیسي. د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس له هغو شرکتونو او بنسټونو چې د ښاري ښکلا په برنامو کې یې ګډون کړی مننه وکړه. نوموړي په ځانګړې توګه له افغان فیضي شرکت څخه چې، د ساعت څلي، د قصر لندن له ادارې څخه چې د مکروریانو څلولارې او له بست پوهنتون څخه چې د بست څلورلارې په ښاري ښکلا کې یې ګډون کړی دی مننه وکړه. په همدې توګه نوموړي له هغه شمېر سوداګرو او پانګوالو هم مننه وکړه چې، د ښار په کچه یې د لوی اختر د مبارکۍ پیغامونه نصب کړي او ویې ویل: دا ډول کړنې د یوالي روحیه او افغاني اصیل کلتور پیاوړې کوي او باید د نورو ښاریانو لپاره نمونه و اوسي
د ښار بېلابېلې سیمې له لوی اختر څخه د هرکلي په ویاړ په څراغونو ښکلې شوې
22 جوزا 1404