الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له ښار څخه د څارویو د ذبح کولو له امله د تولید شویو کثافاتو د را ټولولو چارې روانې دي

 15302.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي له تېرې ورځې را پدیخوا تر اوسه د ښار په کچه د څارویو حلالولو له امله د تولید شویو کثافاتو په راټولولو بوخت دي ترڅو د ښار پاکي او نظافت وساتل شي. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست اداري آمر غلام رباني پیژند وویل چې، د مخکنۍ خبرتیا له مخې ښاریانو ته سپارښتنه شوې وه چې، کثافات یوازې د کابل ښاروالۍ له لوري ټاکل شویو ځایونو ته ولېږدوي؛ له نېکه مرغه دا ګام د ښار د پاکۍ په برخه کې مثبت تمام شوی او د دې سبب ګرځېدلی چې، کثافات تیت نشي. نوموړي زیاته کړه: له ښار څخه د څارویو د ذبح کولو له امله د تولید شویو کثافاتو د راټولو لړۍ د ځانګړي پلان له مخې پیل شوې او دا کار دوام لري. د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، د ښار پاکۍ او نظافت ته پام وکړي ځکه په دې برخه کې د دوی رول مهم او اغیزناک دی