الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د لوی اختر په ورځو کې د کابل ښاروالۍ د تنظیفي کارکوونکو فعالیت دوام درلود

15304.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سیمو د پاکوالي او ښاریانو ته د خدمت کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکو د لوی اختر په ورځو کې پرته له کوم خنډ څخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. د دوی د دې کار موخه دا وه چې، ښاریان و کولای شی د اختر ورځې له کثافاتو څخه په پاک چاپېریال کې ولمانځي. په ښار کې تولید شوي کثافات، په ځانګړې توګه د څارویو د ذبحې له امله رامنځته شوي کثافات، په وخت سره راټول او ولیږدول شول؛ دغه راز د ښار سلګونه کیلومتره سړکونه هم پاک شول، چې دغه کار د ښاریانو د خوښې وړ وګرځید.  د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې د چوپړتیاو وړاندې کولو ته په بشپړه توګه ژمن دي، او له ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، د خپل چاپېریال پاک ساتلو او په ټاکلو ځایونو کې د کثافاتو اچولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي