د ښاري سیمو د پاکوالي او ښاریانو ته د خدمت کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکو د لوی اختر په ورځو کې پرته له کوم خنډ څخه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ. د دوی د دې کار موخه دا وه چې، ښاریان و کولای شی د اختر ورځې له کثافاتو څخه په پاک چاپېریال کې ولمانځي. په ښار کې تولید شوي کثافات، په ځانګړې توګه د څارویو د ذبحې له امله رامنځته شوي کثافات، په وخت سره راټول او ولیږدول شول؛ دغه راز د ښار سلګونه کیلومتره سړکونه هم پاک شول، چې دغه کار د ښاریانو د خوښې وړ وګرځید. د کابل ښاروالۍ تنظیفي کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې د چوپړتیاو وړاندې کولو ته په بشپړه توګه ژمن دي، او له ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې، د خپل چاپېریال پاک ساتلو او په ټاکلو ځایونو کې د کثافاتو اچولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي
د لوی اختر په ورځو کې د کابل ښاروالۍ د تنظیفي کارکوونکو فعالیت دوام درلود