الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د ښار په څلورلارو کې د ګڼه ګوڼې د کمولو په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

25 جوزا 1404

15331.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ او د کورنیو چارو وزارت د ترافیک پولیسو عمومي ریاست ترمنځ د ښار په یو شمېر څلور لارو کې د ګڼه ګوڼې د کمولو په اړه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال انجنیر عامر زمرک یاسر او د ترافیک پولیسو عمومي رئیس ملا سیدرحیم جاهد د ترافیکي بهیر د ارزولو، د ترافیکي څراغونو نصبولو او د ښار په بېلابېلو څلورلارو کې د وسایطو د حرکت لیکو ټاکلو په اړه بحث او خبرې وکړې چې، پر بنسټ یې اړینې پرېکړې ترسره شوې.

د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال د یادې ادارې د تخنیکي ټیمونو له لوري د ترسره شوې سروې جزئیات شریک کړل او ویې ویل چې، د ښار ډیری څلورلارې د ترافیکي بهیر په برخه کې ځواب ویونکې نه دي. د نوموړي په وینا؛ د ترسره شوې سروې له مخې د څلولارو د هندسي بڼې د بدلولو او په سګنلایز سیسټم د مجهر کولو په برخه کې طرحې جوړې شوې دي چې، ډېر ژر به یې د پلي کولو په اړه اقدام وشي.

ښاغلي یاسر وویل چې، له دې اقداماتو څخه موخه د ترافیکي ګڼه ګوڼې کمښت، د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول او د ښاریانو خوندي تګ راتګ یاد کړل او د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا په موخه د پروژو پلي کولو په برخه کې یې د ترافیک پولیسو له ریاست څخه د لا ډېرې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته مهال د ترافیک پولیسو عمومي رئیس د ترافیکي او ترانسپورتي زیربناوو د وضعیت ښه کولو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له هڅو او کړنو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې، دا ریاست به د ترافیکي نظم د طرحو د پلي کولو په برخه کې هر اړخیزه مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې، په لومړي پړاو کې به ډېر ژر په ازمایښتي ډول د ترافیک څلورلارې په ترافیکي څراغونو( سګنلایز) سیسټم مجهزه شي او د پایلو تر ارزولو وروسته به د کابل ښار د شاوخوا ۵۰ نورو څلورلارې په اړه هم اقدام وشي ترڅو په کابل ښار کې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې د پام وړ کموالی راشي.