الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د تایمني پروژې په بازار کې ګرځنده پلورونکي بدیلو سیمو ته ولېږدول شول

27 جوزا 1404

15338.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم د رامنځته کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم ریاست او د څلورمې ناحیې د مسئولینو له خوا د تایمني پروژې له لومړي تر پنځم سړک پورې له بازارونو څخه ګرځنده پلورونکي بدیلو سیمو ته ولېږدول شول او یادې سیمې له خنډونو او ګډوډیو پاکې شوې. د دغو عملیاتو په لړ کې هغه ګرځنده پلورونکي چې، د لارو بندېدو او د ښاریانو د تګ راتګ پر وړاندې د ستونزو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي وو بدیلو سیمو ته تر لېږدولو وروسته په ښه توګه تنظیم شول. دغه راز ګلدانونه، زرغونې سیمې، پلې لارې او سړکونه له ناقانونه تاسیساتو پاک شول چې، په پایله کې یې د سیمې بڼه ښکلې او منظمه شوه. د قانون د حاکمیت، د ښاري وضعیت د ښه والي او ښاریانو ته د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به د کابل ښاروالۍ له خوا د ښاري نظم عملیاتي پلان د ښار په بېلابېلو سیمو کې پلی شي. د دې برنامې په چوکاټ کې سړکونه او پلې لارې له اضافي توکو، خنډونو او بې نظمیو پاکیږي او له سرغړونکو سره به د کابل ښاروالۍ د اصولو او نافذه مقرراتو مطابق قانوني چلند وشي