الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه فتوح تاریخي بڼ د احاطې دېوال د بیارغونې چارې روانې دي

27 جوزا 1404

15342.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د قلعه فتوح د تاریخي بڼ د احاطې دیوال چې، (۵۰۰) متره اوږدوالی لري، د بیارغونې چارې د کابل ښاروالۍ له خوا په دودیزې معمارۍ سره (پخسه یي بڼه) په دوامداره توګه دوام لري. د قلعه فتوح بڼ، چې (۲۸) جریبه مساحت لري، د کابل یو له ارزښتناکو تاریخي او کلتوري میراثونو څخه ګڼل کیږي، چې د "سرکاري باغ" په نوم هم یادیږي. دغه بڼ یو وخت د بخارا د پاچا استوګنځای ؤ او اوس مهال، د چهلستون او بابر بڼونو په څیر، د کابل ښاروالۍ ملکیت ګڼل کیږي. کابل ښاروالۍ د دې بڼ د احاطې دیوالونو د بیارغونې او د باغ د عمومي دروازې د جوړولو سربیره، د دې تاریخي ځای د پراختیا او په بشپړه توګه یې د بیارغونې لپاره پلانونه په پام کې نیولي دي.  په دغو پلانونو کې د پلولارو جوړول، د څراغونو او کثافات دانیو نصبول، دزرغونو سیمو، د اوبو لګولو منظم او خوندي سیستم جوړول، او د ښاریانو لپاره د تفریح مناسب ځای چمتو کول هم شامل دي