د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ د یادې ادارې د مالي او اداري چارو د مرستیال مولوي سید عصمت الله عاصم، د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو او د عوایدو برخې د آمرینو په ګډون غونډه کې د کابل ښاروالۍ د عوایدو د راټولولو په څرنګوالي بحث او خبرې وشوې. په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۴ لمریز کال د عوایدو پلان و ارزول شو او هغه مسئولان چې، د پلان مطابق یې عواید راټول کړي وو د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري لا وهڅول شول او هغه مسئولانو ته چې، د پلان له مخې یې کم عواید راټول کړي وو، اړینې سپارښتنې وشوې. په غونډه کې د ښاري خدمتونو محصول د وضعیت د ښه کېدو او سنجش په اړه هم بحث او خبرې وشوې. کابل ښاروال ټینګار وکړ چې، د یادې ادارې له عوایدي سرچینو څخه باید ښه ګټه واخیستل شي. نوموړي څرګنده کړه چې، په دې برخه کې غفلت او فساد د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دی، ځکه د کابل ښاروالۍ عواید د ښاري خدمتونو د وړاندې کولو او د ټولګټو پروژو د پلي کولو مهمه سرچینه ده او د راټولېدو په برخه کې یې باید ښاریان او مسئولان بي پروايي او ناغیړي ونه کړي. همدا راز کابل ښاروال په دې غونډه کې مسئولانو ته سپارښتنه وکړه چې د ښاري بې نظمیو د لمنځه وړلو په برخه کې اوچت ګامونه پورته کړي او د ګرځنده پلورنکو د ناقانونه فعالیت مخه ونیسي. نوموړي د ښاري نظم په برخه کې مسئولانو ته ځانګړي مسئولیتونه وسپارل او ویې ویل چې، ښاري نظم باید د حمایوي پلانونو له مخې په دوامداره توګه وڅارل شي
د کابل ښاروالۍ د عوایدو راټولولو په څرنګوالي بحث وشو
28 جوزا 1404